د باختر خزانې په اړه د ولسي جرګې د رییس میررحمان رحماني خبرې دروغ او غیر مسلکي دي.
له څو ورځو راهېسې په ټولیزو رسنیو کې د یادو آثارو په اړه یو لړ اندېښنې راپیدا کړای شوي دي. هرڅوک لګیا دی خپل غیر مسلکي نظرونه ورکوي ترڅو خپلې ویناوې یا پوسټونه sensational کړي چې د لوستونکو توجو راجلب کړي. یو ځای مې ولوستل چې د یادو اثارو پولي ارزښت یې څو ملیارده ډالر اټکل کړی! بل چا د افغانۍ پشتیوانه بللي او داسې نور.
که څه هم لازمه ده چې ددې ټولو ناسمو معلوماتو په اړه د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مسلکي او کره وضاحت
ورکړي خو د همدې وزارت د یوه پخواني کارکونکي په توګه چې د یو شمېر هیوادونو سره د یادو اثارو د نندارتون د تړونونو په مذاکره کې مې رول درلود او هم مو یو تعداد لوټ شوي اثار له بهره هېواد ته راستانه کړل غواړم لږ وضاحت ورکړم.
د هېواد د ملي موزیم تاریخي اثار چې د “باختر د خزانې” یا Bactrian Treasures او Hidden Treasures په نامه یې شهرت موندلی او د نندارتون په دغه کلیکسون کې د هېواد د څلورو تاریخي ساحو طلا تپې، باګرام، آی خانم او فلول تپې اثار شامل دي خو د طلا تپې اثارو بیا د خپل طلایي ښکلي جوړښت له امله زیات شهرت موندلی.
د یادو اثارو مادي یا پولي ارزښت په مبالغه آمیزه توګه ملیاردونه ډالر ښودل هم مضره مبالغه ده او هم په بیځایه توګه د ګواښ کچه ورزیاتولو په مانا ده او دا معلومات ناسم هم دي.
که څه هم د دې اثارو معنوي ارزښت خورا زیات او د مادي ارزښت سره هیڅ د پرتلې وړ ندی خو که چیرې بهرنیو موزیمونو کې د نندارتونونو پرمهال د اثارو د بیمې قیمتونه وګورو نو ټول پولي ارزښت یې له دوه سوه میلونو ډالرو کم دی. او دا چې د بیمې لپاره اټکل شوی قیمت عموماً د بازار قیمت (Market Value) نه لوړ وي نو په دې اساس قیمت یې نور هم کمیږي.
همداراز اول خو دې غلو او دښمنانو ته خدای (ج) وس نه ورکوي چې (خدای مکړه) اثار چور کړي. خو که چیرې کوښښ هم وکړي بیځایه به وي ځکه اوسمهال دغه ټول اثار په نړی کې لکه د افغانستان ملي بیرغ یا د ملي سرود په توګه پیژندل شوي، ثبت شوي او انوینټوري شوي اثار دي. د نړۍ په ټولو مشهورو موزیمونه او ګالریو کې یې کیټلاګونه او البمونه پراته دي چې راتلونکې کې د هر راز غیرقانوني کړنو مخنیوی یې کیږي. حتا د شخصي کلیکسونو خاوندان یې هم نشي اخیستی ځکه پټ نشي پاتې کیدی او د لرغونو اثارو نړېوال مینه وال یې پیژني.
دهمدې مینه والو او سازمانونو په مرسته تیرو دوه لسیزو کې هېواد ته زیات شمیر لوټ شوي اثار بیرته راوړل شوي.
ليکوال: زردشت شمس
د اثارو د خوندیتوب په اړه تشویش پېدا کول د دښمنانو کار دی ترڅو په نهادونو د ولس باور کم کړي او باید له پامه وغورځول شي.